Book Name:Dhal Jaaye Gi Yeh Jawani

د بوډاګانو سره داسې سلوک ولې کيږي؟

د بوډاګانو سره داسې سلوک ځکه کيږي چې د مور او پلار سره صرف د خپل اولاد د روښانه مستقبل فِکر وي چې پۀ څۀ طريقه زمونږه بچے * تعليم حاصل کړي او هوښيار شي * د اوسنۍ زمانې پۀ حساب سره روان شي * ماډرن وي * ډاکټر جوړ شي              * انجينئر جوړ شي * ښه ډير مال جمع کړي او خپل مستقبل روښانه کړي * او بيا زمونږ د بوډا والي ملاتړجوړ شي۔ د مور او پلار د داسې سوچ او کوشش سره خو بعضې وخت د دُنيا دارۍ پۀ لحاظ سره د بچي مستقبل روښانه شي خو هغوئي د خپل بوډا مور او پلار ملاتړ نۀ جوړيږي ځکه چې هغوئي ته د مور او پلار اهميت نۀ وي ښودلے شوے۔ ياد ساتئ چې * د مور او پلار اهميت سائنسدانان نۀ ښائي * د ډاکټرانو پۀ ډګريانو کښې د مور او پلار اهميت نۀ ښودلے کيږي * د انجينئرنګ ټول کورس وګورئ پۀ دې کښې به درته د مور او پلار اهميت ميلاؤ نۀ شي۔ که مور او پلار غواړي چې واقعي اولاد د هغوئي د بوډا والي ملاټر جوړ شي نو خپل اولاد ته دې قرآن او حديث وښائي ځکه چې پۀ قرآن او حديث کښې د مور او پلار اهميت ښودلے شوے دے۔ دغه شان پۀ خپل اولاد باندې د دعوتِ اِسلامي پۀ هفته واورو د سُنَّتو اِجتماعاتو کښې شرکت وکړئ چې پۀ هغې کښې هم د مور او پلار اهميت ښودلے کيږي۔

چرته زمونږ بچے مُلا جوړ نۀ شي

افسوس چې نن سبا ډير مور او پلار چې کله خپل بچي د سُنَّتو اِجتماعاتو کښې شرکت کوونکي او عمامه شريف پۀ سر کوونکي ويني نو د هغوئي سره فِکر شي چې د دِيني ماحول سره د تړون لرلو پۀ وجه چرته زمونږه بچے مُلا جوړ نۀ شي او خپل مستقبل تيارۀ نۀ کړي! آه! پۀ دې فِکر مور او پلار خپل بچي د سُنَّتو پۀ اِجتماعاتو کښې د شرکت کولو او د عمامه شريف پۀ سر کولو نه منع کوي۔ بعضې وخت داسې هم کيږي چې د روښانه