Book Name:Dhal Jaaye Gi Yeh Jawani

افسوس چې زمونږه پۀ معاشره کښې تقريباً پۀ ټولو معاملو کښې دُنيا وړومبے کيښودے شي * تاسو  ملکې او شهري نظام ته وګورئ پۀ ټولو کښې د دُنيا د ژوند څۀ نا څۀ د اصلاح انتظام ضرور شته خو د دِيني اصلاح پکښې هيڅ انتظام نشته * تاسو ته به د سکولونو * کالجونو او * د يونيورسټيانو جوړول پۀ نظر راځي * د لوبو د پاره به ټيمونه جوړول پۀ نظر راځي پۀ کومو چې پۀ کال کښې لکونو بلکې پۀ کروړونو روپۍ لګولے شي خو آيا د دِين د پاره هم داسې انتظام شوے دے؟ هيڅکله  نۀ۔

که څۀ ادارې جوړې شوې دي نو د هغې حال ډير خراب دے۔ مونږ دې پخپله د خپل ځان پۀ باره کښې غور وکړو چې زمونږ سره د خپل ځان او د خپل بال بچ د اصلاح څومره فِکر راسره دے؟ حالانکې پۀ قرآنِ کريم کښې د دې واضحه حکم ارشاد فرمائيلے شوے دے، پۀ 28 سيپاره، سورۀ تحريم، آيت نمبر: 6 کښې الله پاک ارشاد فرمائي:

یٰۤاَیُّہَا  الَّذِیۡنَ  اٰمَنُوۡا قُوۡۤا  اَنۡفُسَکُمۡ  وَ اَہۡلِیۡکُمۡ  نَارًا وَّ قُوۡدُہَا  النَّاسُ وَ الۡحِجَارَۃُ

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ایمان والؤ! خپل ځانونه او د خپل کور کسان د هٰغه وور نه بچ کړئ چې د هغې خشاک انسانان او کاڼي دي۔

د دُنيا د تعليم سره سره دِيني تعليم هم ورکړئ

 نن سبا د چا سره د خپل بال بچ د اِصلاح فِکر دے؟ چې بچے لږ پۀ ښه بد پوهه شي نو مور او پلار هغۀ له صرف د دُنيا تعليم ورکوي۔ بے شکه خپلو بچو له د دُنيا تعليم ورکړئ خو د دې سره سره د دِيني تعليم ورکولو هم انتظام وکړئ، قرآن او حديث ورته وښايئ، ښه ماحول ته يـې وليږئ، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ښو ښو سُنَّتو باندې د عمل کولو ترغيب ورکړئ۔ وګورئ چې * تاسو پخپله پۀ سُنَّتو باندې عمل نۀ کوئ نو خپلو بچو له به څنګه ترغيب ورکوئ * چې تاسو پخپله پۀ خپل مخ باندې ښکلي سُنَّت ګيره نۀ پريږدۍ نو خپلو بچو له به د ګيرې پريښودو ترغيب څنګه ورکوئ؟ * چې تاسو پخپله عمامه شريف نۀ پۀ سر کوئ نو خپلو بچو ته به څنګه د عمامې شريف پۀ سر