Book Name:Dhal Jaaye Gi Yeh Jawani
افسوس چې د نن سبا مسلمانانو حالت ډير خراب دے! که پوهه کوې يـې نو د پوهيدو د پاره نۀ تياريږي۔ يقين وکړئ چې هٰغه وخت ډير تکليف وي چې کله يو مسلمان د اخرت نه ويرولے شي يا ورله د نـمونځ کولو ترغيب ورکړے شي يا ورله د دعوتِ اِسلامي د سُنَّتو پۀ اِجتماع کښې د شرکت دعوت ورکړے شي نو هغۀ پۀ بيزارۍ سره اخوا ديخوا ګوري، اوريدل داسې ګڼي لکه چې نۀ يـې وي اوريدلي او د خبرې د بدلولو کوشش کوي۔
مبلغينو له حوصله نه ده بائلل پکار
د نيکۍ دعوت ورکوونکو له پکار دي چې که څوک د هغوئي خبرو ته پام کوي او که نۀ کوي يا ردې بدې څۀ هم وائي، بس هغوئي د صبر نه کار اخلي او پۀ داسې انداز کښې د نيکۍ دعوت ورکوي چې پۀ مخامخ کَس کښې موجوده شيطاني جذبه سَړَه شي۔ وګورئ چې کله شيطاني جذبه يخه شي نو پخپله به شرارت او مستي ختمه شي او هره خبره به پۀ غور باندې اوري، داسې به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د نيکۍ دعوت ورکوونکے پۀ خپل مقصد کښې کامياب شي۔
ياد ساتئ چې څنګه تاسو د نيکۍ دعوت ورکړۍ نو ضروري نۀ ده چې هغۀ هُم پۀ وړومبي يا پۀ دويم ځل ستاسو دعوت قبول کړي ځکه تاسو يـې موقع پۀ موقع پوهه کوئ، پۀ زړۀ زړۀ کښې د هغۀ د پاره غمژن کيږئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! يوه ورځ به هغۀ ستاسو دعوت ضرور قبول کړي خو پۀ چا پسې دومره هم مۀ ورپسې کيږئ چې هغۀ بيزاره شي او ستاسو نه پۀ لرې تښتيدو ته مجبوره شي۔
د دِين سره د دُنيا کار هم کول پکار دي
بعضې خلق د دعوتِ اِسلامي د دِيني ماحول سره د تعلق لرونکو اِسلامي وروڼو د داسې پوهه کولو کوشش کوي چې د ځان نه دې مُلا جوړ کړے دے، د معاشرې سره نۀ ځې حالانکې د دِين سره د دُنيا کارونه هم پکار دي وغيره وغيره۔