Book Name:Dhal Jaaye Gi Yeh Jawani
د داسې خلقو پۀ خدمت کښې عرض دے چې د دعوتِ اِسلامي د دِيني ماحول سره تعلق لرونکو اِسلامي وروڼو هم دُنيا نۀ ده پريښودې هغوئي هم د نورو خلقو پۀ شان د خپل بال بچ پالنه کوي، حلال رزق ګټي او خوري۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! تاسو د بيان پۀ شروع کښې د يو څو ځوانانو د مرګ پۀ باره کښې عبرتناکې واقعې واوريدلې۔ آه! روزانه د ځونانو د مرګ عبرتناکې پيښې رامخې ته کيږي۔ پۀ دې باره کښې يوه بله عبرتناکه واقعه واورئ! ډيره پخوانۍ خبره ده چې يو ځوان د اميرِ اهلِسُنَّت، مولانا محمد الياس قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه آډيو بيان زمین کھا گئی نواجوان کیسے کیسے واوريدو نو د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ نوم يـې خط راوليږو، پۀ کوم کښې چې هغۀ د خپل خاندان د يو ځوان د مرګ عبرتناکه واقعه بيان کړې وه۔ د عبرت حاصلولو د پاره د هٰغه خط د مضمون خلاصه وړاندې کولے شي واورئ او عبرت ترينه حاصل کړئ:
د يو ځوان عبرتناک مرګ
هٰغه ځوان پۀ خط کښې ليکلي وو چې د کراچۍ پۀ يوه علاقه کښې هر کال ميله کولے شي چرته چې تر 8 ورځو پورې ډولکي وهلے کيږي او نارينه او زنانه پۀ شريکه ګډيږي۔ زمونږ خاندان والا هم هر کال پۀ پابندۍ سره پۀ ميله کښې شرکت کوي، ګډيږي او ډولکي وهي۔ خاندان والؤ د خفګان نه د بچ کيدو د پاره يو ځل ما هم پۀ نۀ زړۀ مسلسل درې ورځې پۀ دغه ميله کښې شرکت وکړو خو هلته به تلم او پۀ څۀ بهانه به واپس کور ته راتلم۔ يوه ورځ داسې وشو چې ټول ملنګان راجمع وو، سګريټ څښلے کيدل، نارينؤ او زنانؤ پۀ مستۍ کښې ګډاګانې کولې، پۀ دې کښې زمونږ د خاندان يو ځلمے پۀ جوش کښې راغلو او هغۀ مدهوشه شو او پۀ ګډيدو ګډيدو د ميلې سره نزدې روډ ته ورسيدو، د سترګو پۀ رپ کښې هغۀ يو تيز رفتاره بس وچقولو چې پۀ نتيجه کښې يـې هغۀ پۀ ځوانۍ