Book Name:Dhal Jaaye Gi Yeh Jawani

ځوانانو ته دا خيال د خپل ذِهن نه ويستل پکار دي چې هغوئي به بوډاګان شي ځکه چې د دې خبرې هيڅ ګارنټي نشته چې څوک به کله مړ کيږي؟ د چا پۀ زړۀ کښې چې د بوډا والي خواهش دے هغوئي له دا ياد ساتل پکار دي چې صرف بوډاګان نۀ مړۀ کيږي ځوانان  هم مړه کيږي۔ عين ممکن ده چې د بوډا والي د خواهش لرونکو ځوانانو د بوډا والي پۀ درشل د قدم ايښودو توفيق هم نصيب نۀ شي او هغوئي د مرګ ښکار شي او تيارۀ قبر ته ورسي۔ آه! پته نۀ لګي چې پۀ سړک تلونکې موټر سائيکلې، موټرې او آئل ټينکرې د څومره ځوانانو ژوند ختموي

ښځه خاؤند او بچي وچقيدل

  يو ځل پۀ سُپر هائي وے يو موټر او آئل ټينکر وجنګيدل پۀ کوم کښې چې پۀ موټر کښې ناست ښځه خاؤند او د هغوئي دوه ماشومان پۀ ټَک مړه شو۔

د بوډاګانو خراب حالت

اے ځوانانو! تاسو پۀ کومه خوش فهمۍ کښې اخته يئ او ستاسو يقين دے چې ستاسو به بوډا والے نصيب کيږي؟ که ستاسو د بوډا والي ارمان دے نو * نو لږ پۀ خپل کور کښې د موجود يو بوډا جسماني حالت ته وګورئ * که پۀ کور کښې بوډا کَس نۀ وي  نو پۀ خپلوانو کښې چا بوډا کَس ته وګورئ * که هلته هم نۀ وي نو پۀ خپلو ګاؤنډيانو کښې چا بوډا ته وګورئ * او که چرته هم نۀ ميلاؤيږي نو اسپتال ته لاړ شئ او هلته چا بوډا مريض ته وګورئ، معلومه به شي درته چې د خوارانو بوډا ګانو څۀ حالت وي! آه! خواران * پۀ خوراک څښاک * ګرځيدو * اوريدو او ليدلو * تر دې پورې چې پۀ اِستنجا کولو کښې هم د بَل محتاجه وي۔ دومره خو هر چا ته پته ده چې بوډا والے د بيمارو کور وي خو افسوس چې د دې باوجود هم زمونږه پۀ معاشره کښې د بوډاګانو سره همدردي نۀ کيږي!  څوک دوئي ته ردې بدې وائي نو څوک يـې راکاږي تر دې پورې چې د خوارانو سره خپل سَکه اولاد هم نۀ کولو والا سلوک کوي۔