Book Name:Dhal Jaaye Gi Yeh Jawani
د وادۀ د يوځلمي دردونکې قيصه
حضرت سعيد بن هاشم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د کلي يو کَس د خپلې لور د وادۀ پۀ موقع پۀ خپل کور کښې د سندرو او ګډا محفل راجوړ کړو، د هٰغه کور پۀ خوا کښې هديره وه، د شپي چې کله دا محفل ښۀ پۀ درز کښې روان وو نو ناڅاپه خلقو د هديرې نه يو ويرونکے اواز واوريدو پۀ کومې چې هغوئي ډير حيران شو او هغوئي مکمل خاموشه شو، بيا د هديرې نه چا دا شعرونه ووئيل:
یَااَہْلَ لَذَّۃِ لَہْوٍ لَاتَدُوْمُ لَہُمْ اِنَّ المَنَایَا تُبِیْدُ اللَّہْوَ وَاللَّعِبَا
کَمْ مَنْ رَاَیْنَاہُ مَسْرُوْراً بِلَذَّتِہٖ اَمسٰی فَرِیْداً مِّنَ الَاہلِیّٖنَ مُغتَرِبَا
ترجمه: يعنې اے د ناپائيداره لوبو ټوقو پۀ خوندونو کښې مصروفه خلقو! مرګ ټولې لوبې ټوقې ختمې کړي، څومره داسې وو کوم چې مونږه پۀ دې خوندونو کښې مست وليدل خو هغوئي د خپلو ملګرو نه جدا شو او دُنيا يـې پريښودله۔
حضرت سعيد بن هاشم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ خُدائے مې دې قَسم وي چې لا يو څو ورځې تيرې شوې نۀ وې چې د وادۀ ځلمے وفات شو۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د هر يو ځلمي خواهش وي چې زۀ د وادۀ پۀ شان خوږ سُنَّت ادا کړم خو د وادۀ د دستورو پۀ موقع کيدے شي چې مسلمانان خُدائے هيروي۔ تاسو به پۀ خپل ژوند کښې پۀ زرګونو ودونه ليدلي وي خو صرف يو وادۀ راته داسې وښايئ کوم چې صرف د الله پاک او د هغۀ د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رضا د پاره د شريعت مطابق شوے وي بلکې پخپله به ستاسو پۀ خپلو کورونو کښې هم ودونه شوي وي او تاسو به هم د سندرو او ګډا محفلونه جوړ کړي وي، نو اوس خپل انجام ته د دې سوونو کاله زړې واقعې پۀ رڼا کښې وګورئ او عبرت حاصل کړئ! ممکن ده چې د چا