Book Name:Dhal Jaaye Gi Yeh Jawani
مبارکو اړخ ته پۀ ادب ناست ووم چې پۀ دې کښې يو ځوان زما خوا له راغلو او خپل تعارف يـې وکړو او اوئې وئيل: زما نوم غُلام سَرور دے، زما تعلق د پاکستان د پنجاب صوبې سره دے، د څۀ کار د پاره دلته راغلے يم او تقريباً د څلورو کالو نه دلته اوسيږم۔ بهر حال څۀ وخت د هغۀ سره خبرې اترې وشوې بيا هغۀ لاړو او بيا به کله نا کله راتلو، د هغۀ سره به ملاقات کيدو۔ يوه ورځ چې ورسره ملاقات وشو نو پۀ خبرو اترو کښې هغۀ ووئيل چې يو ځل ما يو داسې ځوان وليدو د کوم مخ چې ډير نُوراني وو، هغۀ پۀ بابِ جبريل مسجدِ نبوي شريف ته داخل شو، زۀ هم پۀ هغۀ پسې وروستو وروستو روان شوم، هغۀ د بابِ جبريل نه ښي اړخ ته تاؤ شو، لکه چې د سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ بارګاه کښې يـې حاضري ورکول غوښتل، بيا هغۀ ټيټ سر د هيبت او د ادب نمونې جوړيدو سره د شنو جنګلو طرف ته روان وو، څنګه چې د مدينے د سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قدمونو مبارکو ښي اړخ ته ورسيدو نو ناڅاپه پۀ زمکه باندې راپريوتو او هم هلته وفات شو۔
جب تری یاد میں دُنیا سے گیا ہے کوئی جان لینے کو دلہن بن کے قضا آئی ہے
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ قدمونو مبارکو کښې ساه ورکوونکے ځوان يقيناً چې ډير خوش قِسمته او د رشک قابل دے! آه! کوم خواران چې د فلم کتو نه پس د سنيما نه راووځي او د ډزو وغيره د څۀ پيښې ښکار شي او مړه شي هغوئي ډير بد نصيبه او د عبرت قابل دي!
الله پاک دې مونږه ټول د داسې مرګ نه وساتي او زمونږ دې د ګنبدِ خَضرا د لاندې د شهادت مرګ، پۀ جنَّتُ البقيع کښې دفن کيدل او پۀ جنَّتُ الفردوس کښې د خپل مَدَني حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګاؤنډ نصيب کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! که پۀ ځان کښې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ښکلو سُنَّتو باندې د عمل کولو جذبه پيدا کول غواړئ او د نبي