Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi
لاړم نو تا لوښے راښكودو او هغه لوښے په تا را غوزار شو او ستا لاس اوسوزيدلو. ما ته د خوږ او مهربان آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر كړې ، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ستا په لاس باندې خپلې لاړې مباركې اولګولې او په څه ئې دم كړې، ما چې ته را اوچت كړې نو ستا لاس بالكل روغ شوے وو. (ابن حبان، کتاب الجنائز، باب المریض۔۔الخ، ۴/۲۷۳، حدیث:۲۹۶۶)
يو اَعرابِـي (يعنې د عربو د كلي يو اوسيدونكي) د رَسُولِ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې عرض اوكړو: يَـا رسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ما اسلام قبول كړے دے، تاسو داسې يوه نښه اوښائې چې زما يقين مضبوط كړي. دائې چې واوريدل نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: څه ليدل غواړې؟ عرض ئې اوكړو: تاسو دا وَنه دلته را اوبلئ، ارشاد ئې اوفرمائيلو: لاړ شه، دې وَنې ته اووايه تا د الله پاك رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غواړي. اَعرابي چې وَنې ته څنګه دا خبره اوكړه، هغه وَنه يو طرف ته ښكته شوه او بيا ښي او كينړ طرف ته مخكښې وروسته شوه، خپلې جرړې ئې ماتې كړې او په جرړو راښكودو راښکودو ئې زمكه څيرله او د رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مخې ته اودريدله عرض ئې اوكړو: اَلسَّلامُ عَلَیْکَ یَارَسُوْلَ اللّٰہ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! اعرابي چې دا اوليدل نو اوئې وئيل: يَـا رسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! بس دا زما د پاره كافي دي، بيا خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وَنې ته حكم اوكړو: بيرته لاړه شه، هغه [وَنه] بيرته لاړه. دا ئې چې اوليدل نو اَعرابي عرض اوكړو: يَـا رسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ما ته اِجازت راكړئ چې زه ستاسو لاس او ښپې مباركې ښكل كړم؟ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه ته اجازت وركړو او د لاس او ښپو ښكلولو سعادت ئې حاصل كړو. بيا اَعرابي عرض اوكړو: تاسو ما ته اجازت راكړئ چې زه تاسو ته سجده اوكړم؟ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم