Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi
اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: ښه دوه درهمه واخله، ما عرض اوكړو: دا هم كم دے، حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قیمت زياتولو زياتولو تردې پورې چې يو اوقيه (يعنې د 40 درهمو برابر) ته اورسيدلو، ما عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! په دې قيمت باندې تاسو راضي ئې؟ اوئې فرمائيل: آو، زه راضي يم، ما عرض اوكړو: بس دا اوښ ستاسو شو، حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دا اوښ ما واخستلو، چې كله مونږه مدينے منورے ته اورسيدلو نو حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل كور مبارك ته تشريف يوړلو او زه خپل كور ته راغلم، صبا له ما هغه اوښ بوتلو، او اوښ مې د مسجدِ نَبَوي دروازے سره اوتړلو او د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر شوم، او كښيناستم، چې كله حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د جمات نه بهَر ته تشريف راوړو نو تپوس ئې اوكړو: دا اوښ څنګه ولاړ دے؟ صحابۀكرامو عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! دا اوښ جابِر را وستے دے، اوئې فرمائيل: جابِر چرته دے؟ چې كله زه حاضر شوم نو حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اے زما وراره! دا اوښ بوځه، دا ستا دے، بيا ئې حضرت بِلال رَضِیَ الله عَنْهُ ته اوفرمائيل: جابِر بوځه او ده ته يوه اوقيه وركړه، حضرت بِلال رَضِیَ الله عَنْهُ ما ته د يو اوقيه (يعنې 40 درهمو) نه څه زيات راكړل، د هغه ورځې نه زما په مال كښې دومره بركت پیدا شو چې زه ډير لوئے مالدار جوړ شوم. (سیرت ابن ہشام، غزوۃ ذات الرقاع فی سنۃ اربع، ص۳۸۴)
اے عاشِقانِ رسول! د دې معجزو نه علاوه نورې هم ډيرې معجزے د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د لاسو مباركو نه ظاهرې شوي دي. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چې د چا په مخ باندې خپل نوراني لاس مبارك راښكلو نو د هغه مخ به نُور نُور شو، راځئ چې دغه شان درې معجزے نورې واورو: