Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi

(5) چې دُعا ئې اوكړه نو په مال او اولاد كښې ئې بركت پیداشو

     راځئ چې يوه بله واقعه واورو! حضرت اُمِّ سُلَيم  رَضِیَ الله عَنْها  خپل ځوئ حضرت اَنَس رَضِیَ الله عَنْهُ راوستو او د خوږ نبـي  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په خدمت كښې حاضره شوه، عرض ئې اوكړو: يَـا رسُولَ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! دا زما ځوئ ستاسو خادم دے، د ده د پاره دُعا اوفرمائې، نبـي كريم  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  دُعا اوكړه: اللّٰھُمَّ اَکْثِرْ مالَہ وَوَلَدَہ وَبارِکْ لَہ فِیْمَا اَعْطَیْتَہ  يَا الله! د اَنَس مال او اولاد زيات كړې او څه چې تا ده ته ورعطا كړي دي، په هغې كښې بركت وركړې.  (ترمذی، کتاب  المناقب، باب مناقب أنس بن مالك رضي الله عنہ، ۵/ ۴۵۰، حدیث:۳۸۵۵)

    د خوږ آقا مكي مدَني مصطفٰى  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  دا دُعا داسې قبوله شوه چې حضرت اَنَس رَضِیَ الله عَنْهُ په بصره كښې هغه آخري صحابي وو چې وفات شو.

     د حضرت اَنَس رَضِیَ الله عَنْهُ عمر د سلو كالو نه زيات شوے وو. وئيل كيږي چې د دوئي د اولاد شمير د سلو نه زيات وو. د حضرت اَنَس رَضِیَ الله عَنْهُ يو باغ وو، عامو باغونو به په كال كښې يو ځل ميوه نيوله او د حضرت اَنَس رَضِیَ الله عَنْهُ باغ به په كال كښې دوه ځله ميوه نيوله، او د هغوئي په باغ كښې يو ګل وو، چې د هغې نه به د مشكو په شان خوشبو راتله. (مرقاة شرح مشکوة، ۱۰/۲۹۲ تحت الحدیث:۵۹۵۲)

د لاسو مباركو معجزات

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږه د خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  د ژبے مباركے يو څو معجزات واوريدل، راځئ چې اوس د سركارِ مدينه  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  د مباركو لاسونو مُتَعَلِّق قرآني آيتونه او د هغې نه پس د مباركو لاسونو يو څو معجزے هم