Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi
ارشاد اوفرمائيلو: نه! د الله پاك نه سِوا بل چا ته سجده نشته.
(الخصائص الکبریٰ، باب الآیۃ فی قدوم الاعرابی، ۲/۵۹)
(4) د دُعا په بركت ئې اِيمان قبول كړو
اے عاشِقانِ رسول! راځئ چې يوه بله واقعه واورو! حضرت ابُوهُرَيره رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: زما مور لا اسلام نه وو قبول كړے، ما به ورته د اسلام دعوت وركولو خو هغې به نه منلو ، يوه ورځ ما خپلې مور ته د اسلام دعوت وركړو نو هغې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په شان كښې داسې خبره اوكړه چې ما نه شوه اوريدلے، زه په منډه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې په ژړا حاضر شوم، رَسُولِ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رانه تپوس اوكړو: ابُوهُرَيره څه اوشو؟ ما ورته ټوله خبره بيان كړه او عرض مې اوكړو: يَـا رسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زما د مور د پاره د هدايت دُعا اوكړئ، مهربان آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم داسې دُعا اوفرمائيله: اللّٰھُمَّ اھْدِ اُمَّ اَبِی ھُرَیْرۃَ يـا الله! د ابُوهُرَيره مور ته هدايت وركړې. دا دُعا مې چې واوريدله نو په ډيره خوشحالئ خوشحالئ بيرته په منډه ورغلم، چې دروازے ته اورسيدم نو دروازه بنده وه، چې زما مور زما د ښپو آواز واوريدلو نو په اوچت آواز ئې اووئيل: ابُوهُرَيره! صبر اوكړه! چې زه اودريدم نو ما د اوبو اَوُوښتلو آواز واوريدلو، زه پوهه شوم چې مور مې غُسل كوي، هغې غُسل اوكړو او زر زر ئې دروازه بيرته كړه، او اوئې وئيل: اے ابُوهُرَيره! ګواه شه چې”اَشْھَدُاَنْ لَّاۤ اِلٰہَ اِلَّا اللّٰہُ وَاَشْھَدُ اَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُہ وَ رَسُولُہ“يعنې زه ګواهي وركووم چې د الله پاك نه سِوا بل څوك د عبادت لائق نشته او محمد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاك بنده او رسول دے. دا مې چې واوريدل نو دا ځل د ډيرې خوشحالئ نه په ژړاشوم او په منډه منډه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر شوم او ټوله واقعه مې ورته عرض كړه نو سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاك شُكر ادا كړو، اَو اُوئې فرمائيل: ډير ښه اوشو.
(مسلم، کتاب فضائل الصحابۃ، باب من فضائل أبي هريرة ،ص۱۰۳۹، حدیث:۶۳۹۶)