Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi
حضرت، اِمامِ اهلِسُنَّت مولانا شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چا چې قصداً د يو وخت لمُونځ پريښودو، هغه د زرګاؤ كلونو په جَهَنَّم كښې د اوسيدلو حقدار شو، تر څو پورې چې توبه اونكړي او د هغې قضا رانه وړي. (فتاوی رضویہ ،ج۹ص،۱۵۸) د دې نه اندازه اولګوئ چې كله يو لمُونځ قَصداً پريښودو باندې زرګاؤ كلونه په دوزخ كښې د اوسيدلو سزا ده، نو كوم كس چې د ټولې ورځې لمُونځونه قَصداً پريږدي او هډو لمُونځ نه ادا كوي نو هغه به څومره په سخت عذاب كښې اخته كيږي. ياد لرئ! قَصداً لمُونځ پريښودونكي نه خو پخپله شيطان هم پناه غواړي، چنانچه
منقول دي: يو كس په ځنګل كښې روان وو، شيطان هم د هغه سره ملګرے شو، هغه كس ټوله ورځ کښې يو لمُونځ هم ادا نكړو تر دې پورې چې شپه شوه، شيطان د هغه نه اوتښتيدو، هغه كس حيران شو او د تښتيدلو تپوس ئې ترينه اوكړو: شيطان اووئيل: ما په ټول عُمر كښې صرف يو ځل آدم عَلَيْهِ السَّلام ته د سجدے كولو نه اِنكار كړے وو نو زه مَلعُون [يعنې لعنتي] شوم او تا نن پينځه لمُونځونه پريښودل، زه ويريږم چې چرته په تا قهر نازل شي نو زه په هغې كښې اونه نښلم. (دُرَّۃُ النّا صِحین،ص۱۴۴،ملخصاً)
راځئ چې نن په دې مُقَدَّسه شپه كښې وعده اوكړو چې د نن نه پس به زما يو لمُونځ هم نه قضا كيږي.
اے عاشِقانِ رسول! اوس د دې شپې په مُناسبَت سره د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تشريف آورئ ذِكر كوو. د ټولو نه اوَّل د آمَدِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يوه لويه حيرانوونكي واقعه واورئ:
د مخزوم بِن هانـي مخزومي والِد كوم چې د 150 كالو پورې ژوندے وو، دا حكايت