Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi

واقعات هم ويني او راروانه زمانه كښې كيدونكي واقعات هم ويني. د دې سره سره دا هم معلومه شوه چې د آيةُ الـكُرسئ بيشميره فضائل و بركات دي، * كه د شپې  اوده كيدلو نه مخكښې آيةُ الـكُرسي اولوستلے شي نو ټوله شپه به شيطان نِزدې نه شي راتلے، * د بلاګانو او آفتونو نه به حفاظت كيږي، * دغه شان د لمُونځونو نه پس آيةُ الـكُرسي لوستلو باندې د جنت زيرے دے، * د شپې  اُوده كيدلو وخت کښې وئيلو باندې د خپل ځان او د ګاونډيانو د حفاظت زيرے دے. (شعب الایمان، التاسع عشر من شعب الایمان، فصل فی فضائل السور والآیات، ۲/۴۵۸، الحدیث: ۲۳۹۵) * كه د اُوده كيدلو په وخت کښې آيةُ الـكُرسي اولوستلے شي نو ټوله شپه به كور د غلو، او ناڅاپه آفتونو نه محفوظه اوسي، * آيةُ الـكُرسي لوستونكے د بدو خوبونو او پيريانو د شر نه محفوظه اوسي، * د هر لمَانځه نه پس د آيةُ الـكُرسي لوستلو والا آخره خاتمه به په خير وي.

د لمُونځونو ترغيب

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د هر لمَانځه نه پس به د آيةُ الـكُرسي لوستلو سعادت هله حاصليږي چې مونږه پابندئ سره لمُونځ ادا كوو. افسوس زمونږ يو شمير خلق دي چې د جَمعې سره لمُونځ نه ادا كوي او دغه شان يو شمير خلق دي چې مَعَاذَ الله! لمُونځونو نه کوي او دغسې ځان پخپله د دوزخ حقدار جوړوي. افسوس! الله پاك مونږ ته په شپه او ورځ كښې بيشميره نعمتونه راكوي خو مونږ ته په پوره ورځ كښې صرف پينځه وخته د الله پاك په بارګاه كښې د سجدے كولو توفيق نه نصيب كيږي. ياد ساتئ! په هر عاقِل بالغ مسلمان باندې په شپه ورځ كښې پينځه وخته لمُونځ فرض دے، څوك چې فرض لمُونځ نه مني هغه د دِينِ اسلام نه وتلے دے. اګر که د هغه نوم او د هغه نور كارونه د مسلمانانو والا وي. او څوك چې لمُونځ فرض مني خو که يو لمُونځ هم قصداً پريږدي نو هغه سخت فاسِق، ګنهګار او د دوزخ حقدار دے. اعلٰـى