Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi
ډيرو ښو اخلاقو مالك او ډير عِزَّت والا دے، *بيا حضرت مُوسٰى عَلَيْهِ السَّلام تشريف راوړو او د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عِزَّت او اوچتې مرتبے مُتَعَلِّق ئې اُوفرمائيل، * بيا حضرت داوٗد عَلَيْهِ السَّلام د بي بي آمنه رَضِیَ الله عَنْها په خوب كښې تشريف راوړو او اوئې فرمائيل:چې كومه هستي تشريف راوړونكے دے، هغه د مقامِ محمود، حَوضِ كَوثر، لِوَاءُالْحَمْد او شفاعَتِ عُظمٰـى مالِك دے، *بيا حضرت سُلَيمان عَلَيْهِ السَّلام تشريف راوړو او اوئې فرمائيل چې آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ستاسو کره تشريف راوړونكے دے، *بيا حضرت عِيسٰى عَلَيْهِ السَّلام په خوب كښې جلوه ګر شو او اوئې فرمائىل چې ستاسو شهزاده رښتيا وئيلو والا او د سيدها دِين يعنې كوم چې په ټولو دِينونو باندې غالب دے، د هغه دِين مالِك دے. *الغرض هر يو نبـي عَلَيْهِ السَّلام حضرت بي بي آمنه رَضِیَ الله عَنْها ته دا زيرے وركړو چې تاسو د دُنيا او آخرت د سردار نه حامله ئې او چې كله هغوئي پيدا شي نو د هغوئي نوم مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كيږده.
( رسائل میلاد مصطفیٰ،ص ۲۲۵ ملخصا)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! *** صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د رسولِ كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پيدائش مبارک نه مخكښې د حضرت بي بي آمنه رَضِیَ الله عَنْها د پاره هره شپه نوي بركتونو او د خوشحالو پيغامونه راتلل، په دغه شپو كښې حضرت بي بي آمنه رَضِیَ الله عَنْها ته عجيب كيف و سُرُور حاصل شو، * هغوئي ته د مراد او آرزو پوره كيدلو زيرے وركړے شو، * هغوئي ته اووئيل شو چې ستاسو کره هغه هستي راتلونكے دے كوم چې حمد وئيلو والا او شُكر ادا كولو والا دے، * حضرتِ آمنه رَضِیَ الله عَنْها د اسمان نه د فرښتو تسبيح واوريده، * حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام دا اوفرمائيل چې اے آمنه! د مَدح او عِزَّت د