Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi
د دې نه علاوه بل څيز نه يُو كښينولي، نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: ما له جبريلِ اَمين عَلَيْهِ السَّلام راغلو او هغوئي ما ته اووئيل چې الله پاك ستاسو په وجه په فرښتو باندې فخر كوي.
( نسائی،کتاب آداب القضاۃ، باب کیف یستحلف الحاکم، ص۸۶۱، حدیث : ۵۴۳۶)
د دې حديثِ شريف لاندې مُفسّرِ قرآن، حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: معلومه شوه چې د اسلام او د حُضُورِ اَنوَر صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تشريف راوړلو په شُكريه كښې مجلسونه كول، او د ناستې حلقے جوړول د صحابۀ كرامو طريقه ده، دا حديثِ پاك د مجلسِ ميلاد شريف اصل دے. (مراٰۃ المناجيح،۳/۳۲۱)
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د ميلاد شريف په اجتماع كښې د خوږ آقا، مكي مدَني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د وِلادتِ پاك، رَضاعت مبارك او د ماشوم والي واقعات بيانول، د دې د پاره محفل جوړول، خلق راجمع كول، د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ولادت په خوشحالئ كښې په خلقو طعام خوړل جائز دي.
اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! مسلمانان په دې مباركه مياشت كښې د جَشنِ ولادت خوشحالي مناوهي، په جماتونو، كورونو، دكانونو، ګاډو او خپلو محلو كښې مدني جهنډے پړقوي، ښې رنړا ګانې كوي، د ربيعُ الاوَّل شريف په دولسمه شپه د ثواب حاصلولو په نِيَّت په محفلِ نعت كښې شريك كيږي، د سحر راختلو په وخت مدني جهنډا په لاس دُرُود و سلام لولي او د سحر د سپرلي استقبال كوي. ميلاد شريف مناوهونكو داسې عاشقانِ رسول نه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هُم خوشحاليږي، څنګه چې يو بُزُرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما ته په