Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi

(2) د سينے  رازونه د مصطفٰى په نظر كښې

    حضرت عبدُ الله اِبنِ عمر رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: يو انصاري صحابـي رَضِیَ الله عَنْهُ د خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په خدمت كښې حاضر شو عرض ئې اوكړو: يَـا رَسُولَ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زه ستاسو نه د يو څو خبرو تپوس كول غواړم. خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  اوفرمائيل: كښينه. بيا د ثقيف قبيلے  يو كس راغلو او عرض ئې اوكړو: حُضُور! زه ستاسو نه د يو څو خبرو تپوس كول غواړم. خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  اوفرمائيل: اَنصاري ستا نه مخكښې راغلے دے. انصاري صحابي رَضِیَ الله عَنْهُ عرض اوكړو: حُضُور! دا يو مُسافِر دے او د مسافر حق زيات وي، تاسو اوَّل د دوئي د سوالونو جواب وركړئ. رَسُولُ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  هغه ثَقَفـي طرف ته متوجه شو، او اوئې فرمائيل: كه ته غواړې چې زه تا ته اووايم چې ته زما نه څه تپوس كوے او كه غواړې نو سوالونه اوكړه، زه به ئې جوابونه دركړم؟ هغه عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زه چې د كوم سوالونو د پاره حاضر شوے يم، ما ته د هغې جوابونه ارشاد اوفرمائې. اوئې فرمائيل: ته زما نه د ركوع، سجود، لمُونځ او روژو په باره كښې تپوس كول غواړې. هغه كس عرض اوكړو: په هغه ذات مې دِ قَسَم وي! چا چې تاسو په حق سره راليږلي ئې! تاسو زما د زړه خبره بيانولو كښې هیڅ  خطا هم اونكړه . بيا نبـي كريم  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  هغه ته جوابونه وركړل. بيا هغه ثقفـي صحابي رَضِیَ الله عَنْهُ پاڅيدلو اولاړو.

    د هغې نه پس نبـي كريم صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اَنصاري صحابـي ته متوجه شو او هغه ته ئې اوفرمائيل: كه ته غواړې چې زه تاته اُووائم چې ته زما نه څه سُوال كولو له راغلے ئې او كه غواړې نو زما نه سوالونه اوكړه، زه به ئې جوابونه دركړم؟ هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! نه. تاسو پخپله ارشاد اوفرمائے چې زه تاسو نه څه تپوس كولو له حاضر شوے يم؟ ارشاد ئې اوفرمائيلو: ته زما نه دا تپوس