Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi

دے نو همیشه بيمار وي، دا ئې چې واوريدل نو رَسُولُ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  ماشوم اونيولو او خپلې  مخې  ته ئې كښينولو او د هغه په خُله كښې ئې لاړې مباركې واچولې او اوئې فرمائيل: اُخْرُجْ عَدُوَّا اللّٰہِ فَاِنِّـی رَسُولُ اللّٰہ يعنې اے د الله پاك دُښمنه! اُوځه ځکه چې زه د الله پاك رَسُول يم. ماشوم ئې د هغه مور ته وركړو او اوئې فرمائيل: دا واخله  نور به ده ته هيڅ تكليف نه کيږي، حضرت اُسامه رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: چې كله مونږه د حج نه فارغه شو او وادي رَوحا ته را اورسيدلو نو هم هغه زنانه يوه وريته كړي چيلئ راوړه او د خوږ نبـي  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په خدمت كښې حاضره شوه، خوږ نبـي  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  اوفرمائيل: بي بي د دې چيلئ يو مخکښنے ورون [يعني د مخکښنئ ښپے پتون] ما ته راكړه، هغې حاضر کړو بيا ئې اوفرمائيل: دويم مخکښنے ورون هم راكړه، هغه ئې هم حاضر كړو، بيا ئې اوفرمائيل: بل مخکښنے ورون ئې هُم راكړه، هغې [زنانه] عرض اوكړو: يَـا رسُولَ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د چيلئ خو دوه مخکښني ورنونه [يعني دوه مخکښني پتونان] وي، او هغه ما حاضرې كړي دي، [يعني نور دوه خو وروستي پتونان وي] دا ئې چې واوريدل نو خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  اوفرمائيل: اے زنانه! كه ته خاموشه پاتې شوي وے يعنې دا دِ نه وے وئيلي چې مخکښني پتونان خو دوه وي نو تر څو چې ما وئيلے تا به ما ته مخکښني پتونان راكولے. (الخصائص الکبریٰ، باب ما وقع فی حجۃ الوداع۔۔الخ، ۲/۶۰)

(2) د ماشوم سوَزيدلے لاس روغ  شو

    اے عاشِقانِ رسول! راځئ چې يوه بله واقعه واورو! حضرت محمد بِن حاطِب رَضِیَ الله عَنْهُ د خپلې مور اُمِّ جميل  رَضِیَ الله عَنْها  نه روايت كوي چې زما مور ماته اووئيل: ما ته ځان سره د حبشے نه راوستلې نو چې كله مدينے منورے ته د يوے ورځې فاصله پاتې شوه نو ما يو ځائے کښې طعام پخولو، په دې دوران كښې لرګي ختم شو، زه په لرګو پسې