Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! *** صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د وِلادتِ مصطفٰى نه مخكښې د انبيائے كرامو زيارت او د هغوئي زيرے
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! چې كله د حضرت بـي بـي آمنه رَضِیَ الله عَنْها حمل شريف شروع شو نو د نوراني آقا، مَكي مدَني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته تشريف راوړلو نه مخكښې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم والده حضرت آمنه صاحبه رَضِیَ الله عَنْها ته په مختلفو مياشتو كښې د 9 انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام زيارت اوشو، هر يو نبـي عَلَيْهِ السَّلام هغې رَضِیَ الله عَنْها ته د حُضُورِ اكرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مُتَعَلِّق څه نه څه خبر وركړو. حضرت علامه عبدُ الرحمان اِبنِ جَوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:
*چې کله د حُضُور پُرنُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پيدائش وخت نِزدې شو نو حضرت آدم عَلَيْهِ السَّلام د بي بي آمنه رَضِیَ الله عَنْها په خوب كښې تشريف راوړو او د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د راتلو په باره كښې ئې خبر وركړو. *بيا حضرت اِدرِيس عَلَيْهِ السَّلام تشريف راوړو او د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د فضل و كرم او اعلٰى مرتبو خبر ئې ورکړو، *بيا حضرت نُوح عَلَيْهِ السَّلام تشريف راوړو هغوئي اوفرمائيل، چې ستاسو شهزاده د فتح و نُصرت مالِك دے، * بيا حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام تشريف راوړو او د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عِزَّت و بُزُرګـئ خبر ئې ورکړو، * بيا حضرت اسماعيل عَلَيْهِ السَّلام تشريف راوړو او اوئې فرمائيل چې كومه هستي ستاسو کره تشريف راوړونكے دے، هغه د