Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi

د ولادتِ مُصطفٰى بركات

    اے عاشِقانِ رسول! د مُصطَفٰـى جانِ رحمَت  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په راتلو باندې څنګه څنګه عجيبه نښې او بركتونه ښكاره شو، يقيناً دا د الله پاك فضل دے چې * د آمَدِ مُصطفٰى  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په بَرَكت په عالَم كښې سپرلي راغلل. * د آمَدِ مُصطفٰى  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په بَرَكت د بي بي آمنه په كور کښې سپرلے راغے. * د آمَدِ مُصطفٰى  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په بَرَكت د عربو د صحراء شګې د ستورو په شان اوځليدلې. * د آمَدِ مُصطفٰى  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په بَرَكت كعبه هُم د خوشحالئ نه تاو شوه. * د آمَدِ مُصطفٰى  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په بَرَكت تِيارے ختمي شوے. * د آمَدِ مُصطفٰى  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په بَرَكت د كفر و شرك كورونه وران شو. * د آمَدِ مُصطفٰى  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په بَرَكت بے وسو ته مددګار ميلاؤ شو. * د آمَدِ مُصطفٰى  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په بَرَكت د بے قراره خلقو زړونو ته قرار نصيب شو. * د آمَدِ مُصطفٰى  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په بَرَكت غريبانو، يتيمانو ته آسرا نصيب شوه. * د آمَدِ مُصطفٰى  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په بَرَكت شيطان ذَليل و خوار شو او تر اوسه پورې مسلسل خواريږي. * د آمَدِ مُصطفٰى  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په بَرَكت جَهالَت ختم شو. * د آمَدِ مُصطفٰى  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په بَرَكت ناجائزه او غير شرعي رسمونه ختم شو. * د آمَدِ مُصطفٰى  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په بَرَكت د مُعاشرے هر انسان ته د هغه جائز حقونه ميلاؤ شو. * د آمَدِ مُصطفٰى  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په بَرَكت زنانه ته د مور، خور، او لور مقام وركړے شو. * د آمَدِ مُصطفٰى  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په بَرَكت د اسلام بيرغ اوچت شو. * د آمَدِ مُصطفٰى  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په بَرَكت زمانه نُورٌ علٰـى نُور شوه. * د آمَدِ مُصطفٰى  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په بَرَكت دُنيا روښانه شوه.

    اے عاشِقانِ رسول! مونږه هم نن د خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  د آمد خوشحالي مناوهو، ډيرې ډيرې خوشحالئ اوکړئ په دې كښې شك نشته چې سركارِ مدينه  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم