Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi

د هغه وخت نه زما د بدن نه خوشبو راځي. (معجم صغیر، ۱/۳۹) 

 (2) عطائے مُصطفٰى

    اے عاشِقانِ ميلاد ! راځئ چې د سركارِ دوعالَم  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  د مباركو لاسو د بركت يوه بله واقعه واورو:

    صحابـئ رسول حضرت جابِر بِن عبدُ الله رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: زه د رَسُولُ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  سره غزوۀ ”ذَاتُ الرِّقاع“ ته تلے ووم، چې كله بيرته راتلو نو زما اوښ ډير كمزورے وو، په دې وجه به زه بار بار د لښكر نه شا ته پاتې كيدم، په يو مقام باندې حُضُور  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  ما ته اوفرمائيل: اے جابر! څه خبره ده چې ته شا ته پاتې كيږې؟ ما عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زما اوښ كمزورے دے، هغه د لښكريانو د سورلو سره برابر نه شي تلے، حُضُور  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  اوفرمائيل: دا كښينوه، ما اوښ كښينولو نو اوئې فرمائيل: د يوے  ونې نه څانګه راماته كړه،او ماله ئې راكړه، ما يوه څانګه د هغوئي ( صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) په خدمت كښې پيش كړه، بيا ئې اوفرمائيل: اوس ته په اوښ كښينه، زه كښيناستم. حُضُور  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  اوښ په هغه څانګه درې څلور ځله اووهلو، بيا هغه اوښ دومره تيز شو چې د مجاهدينو ښو ښو طاقتورو اوښانو نه به مخكښې كيدلو، ما به د اوښ رفتار كم کړلو او د حُضُور  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  سره به يو ځائے تلم، او د حُضُور  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  سره به مې خبرې كولې، ناڅاپه حُضُور  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  اوفرمائيل: اے جابِره! ته دا اوښ په ما را خرڅوے؟  ما عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زه دا اوښ بے پيسو تاسو ته هديه كووم، اوئې فرمائيل: نه، را خرڅ ئې كړه. ما عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! بيا د دې قيمت هم تاسو پخپله اووائې، اوئې فرمائيل: په يو درهم ئې اخلم، ما عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! دا خو ډير كم قيمت دے، حُضُور  صَلَّى