Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi

كول غواړې چې كله حاجي د خپل كور نه اوځي نو د هغه د پاره څه ثواب دے؟ او چې كله هغه رَمـىِ جِمار كوي [يعنې شيطانان په كانړو ولي] نو د هغه د پاره څه ثواب دے؟ او چې كله خپل سر خرئي نو د هغه د پاره څه ثواب دے؟ او چې كله هغه د حج آخري طواف پوره كوي نو د هغه د پاره څه ثواب دے؟

    دا ئې چې واوريدل نو هغه انصاري صحابـي رَضِیَ الله عَنْهُ عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! په هغه ذات مې دِ قَسَم وي! چا چې تاسو په حق سره را ليږلي ئې! تاسو زما د زړه خبره بيانولو كښې هیڅ خطا هم اُون كړه . بيا نبـي كريم  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  هغه ته د هغه د خبرو جوابونه وركړل. (ابن حبان، کتاب الصلاۃ ، باب وصف بعض الصلاۃ ، ۳/۱۸۱، حدیث:۱۸۸۴)

(3) د بلاګانو نه د حِفاظت وَظِيفه

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! راځئ چې يوه بله واقعه واورو: حضرت اَبُو هُريره رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: زه رَسُولُ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  د رَمَضان د فطرے [يعنې سر سائے] په حفاظت مقرر كړے ووم. يو كس راغے او د غَلَّے نه ئې لَپې ډكول شروع كړل، ما اونيولو، او ورته مې اووئيل: زه به تا رَسُولُ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم   له بوځم. هغه اووئيل زه محتاجه يم، زما بچي دي او زه سخت حاجت مند يم. حضرت اَبُو هُريره رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: ما هغه پريښودلو. چې كله سحر شو نو نبـي كريم  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  پخپله اوفرمائيل: اے اَبُو هُريره! نن شپه ستا د قيدي څه اوشو. ما عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! هغه د سخت حاجت او بچو عُذر اوكړو، ما پرې رحم اوكړو او آزاد مې كړو. خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  اوفرمائيل: هغه تا ته دروغ وئيلي دي، هغه به بيا راځي. حضرت اَبُو هُريره رَضِیَ الله عَنْهُ  فرمائي: زما د خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په فرمان مبارك يقين وو چې هغه به بيا راځي، زه په دې انتِظار كښې ووم چې بيا به راځي، هغه