Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi

باندې دُرُود شريف لوستلو نه بغير الله پاك خپله ثناء هم نه قبلوي، هغه داسې  یو دُعا هم نه قبلوي په كومه كښې چې په ما باندې دُرُود شريف نه وي لوستلے شوے او يو حاجت هم نه پورا كوي ترڅو پورې  چې په ما باندې دُرُودِ پاك  اونه لوستلے شي، آيا تا د الله پاك دا فرمان نه دے اوريدلے: صَلُّوۡاعَلَیۡہِ وَسَلِّمُوۡاتَسْلِیۡمًا [مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : په هغوئي باندې دُرُودِ  پاك او ښه سلام اولولئ. (پ22،الاحزاب:56) [1]

د بيان اوريدلو  نيتونه

      مُحترمو اسلامي ورونړو! ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم : ” اَفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ “ رښتينے نيت بهترين عبادت دے. ([2])

     اے عاشقانِ رسول! نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.

     * د عِلمِ دِين حاصلولو نِيَّت اوکړئ او نور دا نيتونه اوکړئ چې * نظر به ښكته ساتم او ښه په غورسره به بيان اورم. * چې څومره كيدے شي د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې كښينم * د علم زده كولو د پاره به پوره بيان اورم * د بيان په دوران كښې به د سُستئ نه ځان بچ ساتم * د خپلې اصلاح د پاره به بيان اورم *  څه چې واورم نورو ته به ئې د رَسَولو كوشش كووم.  

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د ټولو نه اوَّل خو مونږ له د الله پاك ډير ډير شُكر


 

 



[1]... حکایتیں اور نصیحتیں ،ص۶۱۷

[2]...جامع صغیر، صفحہ:81، حدیث:1284۔