Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi
هغه ژبه كومې ته چې ټول د كُن كنجي وائي
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږه هم ژبه ده او زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم مباركه ژبه ده، زمونږ د ژبې چې څه حال دے هغه مونږ ته ښه معلوم دے، او زمونږ د نوراني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مباركه ژبه څنګه ده؟ اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:
وہ زباں جس کو سب کُن کی کنجی کہیں
اُس کی نافذ حکومت پہ لاکھوں سلام
(حدائقِ بخشش، ۳۰۲)
يعنې زمونږ د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ژبه مباركه د الله پاك د تقدير كُنجي ده. څنګه څنګه چې دا مباركه ژبه حركت كوي، واقعات هُم هغه شان ظاهريږي. د دې مباركې ژبې كمالاتو ته چې اوګورئ نو د كائنات په ګوَټ ګوَټ كښې د دې ژبې مبارکې حكومت دے او په داسې حكومت باندې ډير ډير سلام.
اے عاشِقانِ رسول! د حُضُورِ اَنوَر صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ژبه مباركه او د هغې د لُعابِ دَهَن (يعني لاړو مباركو) نه څنګه څنګه معجزات ظاهر شوي دي. راځئ چې واورو ئې:
(1) د مباركے ژبې په حكم ماشوم ټيك شو
د حضرت اُسامه بِن زيد رَضِیَ الله عَنْهُ بيان دے، فرمائي: مونږه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره حج د پاره را وتلي وو، چې كله وادي رَوحا ته اُورسيدلو نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يوه زنانه اوليدله چې د دوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم طرف ته را روانه وه، دا ئې چې اوليدله نو نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپله سورلي اُودرَوَله او چې كله هغه زنانه نِزدې راغله نو عرض ئې اوكړو: يَـا رسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! دا زما بچے چې د كله نه پيدا شوے