Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi
(١) حضرت اَسِيد بِن اَبِـى اُناس رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو ځل زما په مخ او سينه باندې خپل لاس مبارك راښكلو. د هغې بَرَكت دا ښكاره شو چې كله به زه يو تورتم تِياره کور ته داخليد شوم، نو هغه كور به روښانه شولو.
(الخَصائِصُ الکُبْری،۲ /۱۴۲ و تاریخ دمشق،۲۰/۲۱)
(٢) حضرت عائذ بِن سعيد جَسري رَضِیَ الله عَنْهُ د رَسُولُ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر شو او عرض ئې اوكړو: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! تاسو زما په مخ باندې خپل لاس مبارك راښكاږئ او د بَرَكت دُعا اوفرمائې. حُضُورِ اَنوَر صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم داسې اوكړل (يعنې د هغه په مخ ئې لاس مبارك راښكلو او د بركت دُعا ئې اوفرمائيله) د هغه وخت نه به د حضرت عائذ رَضِیَ الله عَنْهُ مخ تروتازه او نوراني اوسیدلو. (الاصابہ فی تمییز الصحابہ،عائذ بن سعید ،۳/۴۹۳،رقم ۴۴۶۲)
(٣) د حضرت اَبُو سِنَان عبدي صباحي رَضِیَ الله عَنْهُ په مخ باندې رَسُولُ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل لاس مبارك راښكودے وو، د هغوئي عمر 90 كاله شوے وو خو بيا به هم د هغوئى مخ به د بجلئ په شان ځليدلو. (الاصابہ فی تمییز الصحابہ،ابو سنان العبدی ثم الصباحی ،۷/۱۶۴،رقم۱۰۰۶۶)
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو!مونږه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مباركو لاسونو يو څو معجزے واوريدې ، راځئ چې اوس د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سترګو مباركو مُتَعَلِّق آيت قرآني او د سترګو مباركو يو څو معجزے هم واورو:
په سيپاره 27، سورۀ نجم آيت نمبر 17 كښې د سترګې مباركې ذِكر کیږې: