Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi

اجر و ثواب كار دے.

    حضرت اِمام عبدُ الرَّحمٰن اِبنِ جَوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په جَشنِ وِلادت باندې خوشحالئ كوونكو د پاره به دا خوشحالي د جَهَنَّم نه رُكاوَټ جوړه شي. اے د محبوب  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  اُمَّتيانو! ستاسو د پاره زيرے دے، تاسو په دُنيا او آخرت كښې د ډير خىر حقدار اوګرځيدئ. د حضرت سَيِّدُنا احمد مجتبٰى  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  جَشنِ وِلادت مناوهونكو ته به بركت، عِزَّت، خير او فخر نصيب کيږي، د ملغلرو عِمامه او شنه حُلَّه به ئې اغوستي وي او جنت ته به داخل شي، بيشميره محلات به هغه ته عطا كړے شي، په هر محل كښې به حوره وي. په خوږ نبـي  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  باندې ډير ډير دُرُود شريف اولولئ، جَشنِ وِلادت مناؤ كړئ او ښه ئې عام كړئ.

(مجموع لطیف  النبی  فی صیغ المولد النبوی القدسی،مولد العروس،ص۲۸۱ملتقطا)

صحابۀ كرامو ميلاد څنګه مناؤ كړے وو؟

     څنګه چې الله پاك په قرآنِ كريم کښې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تشريف راوړلو ذِكر كړے دے، د خوږ آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كمالات ئې بيان كړي دي او پخپله خوږ آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم د خپل ولادت ذِكر كړے دے، دغه شان صحابۀ كرامو هم په خپلو خپلو محفلونو كښې د حُضُورِ اَكرَم ډيرې ډيرې تذکِرے كړى دي. چنانچه

   د حضرت ابُوسعيد رَضِیَ الله عَنْهُ نه روايت دے چې حضرت اَمِيرِ مُعاوِيه رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: يو ځل خوږ حبيب  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان يوے حلقے خوا ته تشريف راوړلو او تپوس ئې ترينه اوكړو: تاسو دلته كوم څيز كښينولي ئې؟ صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان عرض اوكړو: مونږه د الله پاك ذِكر كولو د پاره ناست يو، د هغه شُكر ادا كوو چې هغه مونږ ته د اسلام هدايت عطا كړو او ستاسو په ذريعه ئې په مونږ باندې لوئ احسان اوكړو، نو نبـي كريم  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  ارشاد اوفرمائيلو: ستاسو دِ په الله قَسَم وي! آيا تاسو صرف دې څيز كښينولي ئې؟ هغوئي عرض ئې اوكړو: په الله پاك مو دِ قَسَم وي! مونږه