Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi
حكومت كوي، بيا به د دوئي سلسله ختمه شي. د كِسرٰى خوب د هغه د بادشاهئ د ختميدو نښه ده، د دې د اسلام او د اسلام والؤ د مملكت جوړيدو او د دې په ښارونو كښې د عربو د داخليدو علامت دے. (مولد رسول اللہ و رضاعہ لابن کثیر، ص۲۲ملخصاً)
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! څنګه چې د لمَر راختلو نه مخكښې ستوري پټ شي، د سحر سپين والے په ختميدو شي او بيا د مشرق نه لږ سُور والے راښكاره شي، او د هغې نه فوراً پس لمَر را اُوخيژي او په ټوله دُنيا كښې خپله رنړا خوره کړي، په اصل كښې د ستورو پټيدل، د سحر سپين والے ختميدل او د دې نه پس سُور والے راتلل د دې خبرې نښه ده چې لمَر راختو والا دے، دغه شان چې كله د خوږ آقا، آفتابِ رِسالت، ماهتابِ نَبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تشريف راوړلو وخت نزدے راغے نو په دُنيا كښې داسې عجيبه عجيبه واقعات ښكاره شو چې هغه واقعاتو دا خبر وركولو چې اوس د كفر تِيارے او د بے وَسئ ورځې ختميدو والا دي، او د هغه واقعاتو نه دا اندازه لګيدله چې د ظُلم و سِتَم دور ختميدو والا دے او دا معلوميدله چې اوس د غريبانو بدې ورځې ختميدو والا دي ځکه چې د بے وسو او بے کسو آسرا جوړيدونکے او هغوئي ته د ظُلم و سِتم نه نجات وركوونكے مكِّـى مَدَنـى مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړ والا دے. په مختلِفو طريقو سره د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د راتلو خبرونه او نښې دې دُنيا ته اوښودلے شوے، په بعضو كښې بالكل واضحه نښې ښکاريدلې او په بعضو كښې دا اِشارے ملاويدلې چې د الله پاک آخري نبي مُحَمَّد عَـرَبِـی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړو والا دے. الغرض د وِلادت باسعادت پورې د زيرو او خوشخبرو دا سلسله دغه شان جاري وه.
د سرکار آمد مرحبا د نامدار آمد مرحبا د نُور آمد مرحبا
د سردار آمد مرحبا د ښکلي آمد مرحبا د مکّی آمد مرحبا
د مُختار آمد مرحبا د مدني جانان آمد مرحبا د مدنی آمد مرحبا
د صادِق آمد مرحبا د يٰسٓ آمد مرحبا د رحیم مرحبا
د مُزَّمِّل آمد مرحبا د مُدَّثِّر آمد مرحبا د طٰہٰ آمد مرحبا
مرحبا یا مصطفی مرحبا یا مصطفی مرحبا یا مصطفی