Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi

بيا راغے او د غلّے نه ئې لَپې ډكول شروع كړه، ما هغه اونيولو او ورته مې اووئيل: اوس خو به دِ د رَسُولُ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په خدمت كښې ضرور پيش كووم. هغه اووئيل: ما پريږدوه، زه محتاجه يم په ما باندې د بچو سخت بوج دے. زه به بیا نه راځم، زما پرې رحم راغے او آزاد مې كړو. چې كله سحر شو نو رَسُولُ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  ما ته اوفرمائيل: اے اَبُوهُرَيره! ستا د قيدي څه اوشو؟ ما عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! هغه د سخت حاجت او بچو عُذر اوكړو، ما پرې رحم اوكړو او آزاد مې كړو. خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  اوفرمائيل: هغه تا ته دروغ وئيلي دي، هغه به بيا راځي. زما پوخ يقين وو چې هغه به بيا راځي، زه په دې انتِظار كښې ووم چې هغه بيا راغے او د غلّے نه ئې لَپې ډكول شروع كړل، ما هغه اونيولو او ورته مې اووئيل: اوس خو به دِ د رَسُولُ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په خدمت كښې ضرور پيش كووم. هغه اووئيل: ما پريږدوه، زه تا ته يو څو داسې كلمے زده كووم چې الله پاك به د هغې په بركت تا ته نفع دركړي. چې كله اوده كيږې نو آيةُ الكُرسـى لوله، الله پاك به ستا حفاظت کوي او د سحره پورې به شيطان ستا خوا ته نزدې نه شي راتلے. ما هغه پريښودو، چې كله سحر شو نو ما ته رَسُولُ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  اوفرمائيل: ستا د قيدي څه اوشو؟ عرض مې اوكړو: يَـا رَسُولَ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! هغه ما ته داسې كلمات زده كړل چې د هغې په بركت به الله پاك ما ته نفع راكوي، حُضُور  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  اوفرمائيل: هغه دے خو دروعژن خو تا ته ئې رښتيا وئيلي دي. آيا تا ته معلومه ده چې تا درې  ورځې  د چا سره خبرې كولې؟ ما عرض اوكړو: نه. ارشاد ئې اوفرمائيلو: دا شيطان دے. ( بخاری ،کتا ب الوکالۃ،باب اذا وکل رجلا... الخ ،رقم: ۲۳۱۱، ۲ /۸۲) 

     اے عاشقانِ رَسُول! غور اوكړئ! د بُخاري شريف د دې حديثِ پاك نه معلومه شوه چې زمونږ د خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  مبارك نظر په تيره شوي زمانه كښې كيدونكي