Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi
بيانوي چې د سرورِ اَنبِياء، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پيدائش په شپه د ساساني خاندان مشهور بادشاه كِسرٰى محل په ګړَزيدو او ړقيدو شو او د هغې 14 محرابونه [کوم چې په ديوالونو کښې د تاخ په شان جوړ شوي وو هغه] مات شو او په زمکه اوغورزيدل. د اِيران د زرګاؤ كالو نه بله آتش كده پخپله ناڅاپه مړه شوه، د بُحيره ساوه اوبه اوچې شوې او كسرٰى يو د پريشانئ خوب اوليدلو كوم چې هغه خپل قاضي ته بيان كړو. هغه [خوب] اوليدلو چې سركش اُوښانو پسې تيز رفتاره عربي اسونه دي چې په دريائے دجله را پورې وتل او د ده په مُلك كښې خواره شو. دې خوب كِسرٰى او نور خلق سخت اُويَرول. د كِسرٰى نائب نُعمان بِن مُنذِر عبدُ المَسيح غسقاني ئې سَطيح كاهن ته اوليږلو، چې د دې غټې مُعاملے مُتَعَلِّق ترينه معلومات حاصل كړي. سَطِيح كاهِن په مُلكِ شام كښې اوسيدلو او په كهانت كښې ډير مشهور وو، چې كله عبدُ المَسيح د هغه خوا ته راغے او هغه لا د هغه [كاهِن] د كور نه بهَر وو چې سَطيح هغه ته غږ اوكړو او د خپل كهانَت په زُور ئې ورته هغه ټول هر څه بيان کړل، چې د هغې خبر لا هغه نه وو وركړے. سَطيح كاهِن اووئيل: اے عبدُ المَسيح! ته په اوښ سور زما خوا له راغلې او بيشكه ډير اوګږد سفر دِ اوكړو. د بنـي ساسان بادشاه ته راليږلے ئې، چې ته د محل د زلزلے، د اور مړكيدو او د خوب په باره كښې تپوس اوكړې: په سركشو اُوښانو پسې عربي اسونه دي چې په دريائے دجله را پورې وتل او د ده په مُلك كښې خواره شو.
بيا هغه اووئيل: اے عبدُ المَسيح! چې كله د تلاوت كثرت شي او صاحِبِ عَصَا (يعنې مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) ظاهِر شي او وادي سما كښې اوبه اوبهيږي او بُحيره ساوه اوچ شي. او په فارِس كښې اور مړ شي نو بيا مُلكِ شام د سَطيح د پاره شام پاتې پاتې نه شي، څومره محرابونه چې د محل نه راغوزار شوي دي، دومره بادشاهان به نور پرله پسے