Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi
مالك په وجه خوشحاله شه، * بيا خوشحالي او بركت مكمل شو او يو داسې نُور اوپړقيدلو چې هغه بيا کله كم نه شو، * فرښتو د بي بي آمنه رَضِیَ الله عَنْها نه د طواف په صورت كښې چکرې اولګولې، * د هغوئي سعادتونه او خوشحالئ شروع شوے، * فرښتو د لَاۤ اِلٰہَ اِلَّا اللّٰہ وِرد اوكړو، * د بي بي آمنه رَضِیَ الله عَنْها نه ستړي والے ختم شو او د حُضُورِ پاك، صاحِبِ لولاك صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ولادت باسعادت اوشو. ( رسائلِ میلاد مصطفیٰ، ۲۲۷ملخصا)
حضرت بي بي آمنه رَضِیَ الله عَنْها د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ولادت ذِكر كوي، فرمائي: چې كله نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پيدا شو نو ما اوليدل چې هغوئي ( صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) په سجده كښې دے او په عاجزئ سره ئې خپله ګوته مباركه اوچته كړي ده. بيا ما اوليدل چې سپينه وريځ د اسمان نه راكوزه شوه او نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ئې زما نه پټ كړو، بيا ما د يو غږ كوونكي دا آواز واوريدلو: په دوئي باندې د مشرق و مغرب سيل اوكړئ، دوئي د زمكې هر ځائے ته بوځـئ، د ټول سمندري مخلوق، پيريانو، انسانانو روحونو، فرښتو، مرغو او ځناورو په خوا ئې تير كړئ، دوئي په هر ذِي روح باندې پيش كړئ چې هغوئي دوئي د نوم او اوصافو سره اوپيژني، او دوئي د ټولو انبيائے كرامو د پيدائش ځائيونو ته بوځـئ. (خصائص الکبری،باب ظھرفی لیلۃ مولدہ۔۔۔الخ، ۱/ ۸۲)
حضرت بي بي آمنه رَضِیَ الله عَنْها نور فرمائي: بيا هغه وريځ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه لرې شوه نو ما اوليدل چې نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د سپينې وړئ كپړا راتاؤ ده او لاندې ترينه شنه ريښم خواره دي. (مولد النبی لابن حجر،ص ۲۲ ملخصا) يو ويونكي اووئيل: حضرت محمد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ټوله دُنيا باندې قبضه اوكړه او د زمكې يو مخلوق داسې نشته چې هغه د دوئي په قبضه كښې په خوشحالئ نه وي راغلے. د دې نه پس درې فرښتے نبـي كريم طرف ته را وړاندې شوے، يوے سره د سپينوزرو پيالئ وه، دويمې سره د زَمَّرُد [يعني زمَرُودو] تال وو او دريمې سره سپين ريښم وو او په هغې كښې يوه