Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi

ځليدونکي ګوتئ وه. هغوئي خوږ آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د پيالئ په اوبو غُسل وركړو، بيا ئې د کپړے نه مهرِ نَبُوَّت راويستلو او د دواړو اوګو په مينځ كښې ئې ورته اولګولو.

(مولد النبی لابن حجر،ص ۲۲ ملخصا)

    بيا د يو كس آواز  راغے: دوئي ( صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) ته د حضرت آدم  عَلَيْهِ السَّلام  اخلاق، د حضرت شيث  عَلَيْهِ السَّلام  معرفت، د حضرت نُوح  عَلَيْهِ السَّلام  بهادري، د حضرت اِبراهيم  عَلَيْهِ السَّلام  پخه دوستي، د حضرت اسماعيل  عَلَيْهِ السَّلام  ژبه، د حضرت اسحاق  عَلَيْهِ السَّلام  رِضا، د حضرت صالح  عَلَيْهِ السَّلام  فَصاحت، د حضرت لُوط  عَلَيْهِ السَّلام  حِكمَت، د حضرت يعقوب  عَلَيْهِ السَّلام  زيرے، د حضرت مُوسٰى  عَلَيْهِ السَّلام  سختي، د حضرت اَيُّوب  عَلَيْهِ السَّلام  صبر، د حضرت يُونس  عَلَيْهِ السَّلام  اِطاعت، د حضرت يُوشع  عَلَيْهِ السَّلام  جهاد، د حضرت داوٗد  عَلَيْهِ السَّلام  ښائسته آواز، د حضرت دانيال  عَلَيْهِ السَّلام  محَبَّت، د حضرت اِلياس  عَلَيْهِ السَّلام  وقار، د حضرت يحيٰى  عَلَيْهِ السَّلام  عصمَت، د حضرت عيسٰى  عَلَيْهِ السَّلام  زُهد او د حضرت يُوسُف  عَلَيْهِ السَّلام  حُسن و جمال عطا كړئ، بلكه دوئي د ټولو انبياء و مُرسلين عَلَيْهِمُ السَّلام د اخلاقِ حميده نمونه جوړه كړئ. (خصائص الکبری،باب ظھرفی لیلۃ مولدہ۔۔۔الخ،۱/۸۲)

د سرکار آمد             مرحبا     د نامدار آمد       مرحبا     د نُور آمد                مرحبا

د سردار  آمد            مرحبا     د ښکلي  آمد      مرحبا     د مکّی آمد               مرحبا

د مُختار آمد             مرحبا     د مدني جانان آمد   مرحبا     د مدنی آمد               مرحبا

د صادِق آمد             مرحبا     د يٰسٓ آمد          مرحبا     د رحیم                   مرحبا

د مُزَّمِّل آمد              مرحبا     د مُدَّثِّر آمد         مرحبا     د طٰہٰ آمد                 مرحبا

مرحبا یا مصطفی                 مرحبا یا مصطفی                 مرحبا یا مصطفی

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!       ***      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد