Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi

ادا كول پكار دي چې هغه مونږ ته يو ځل بيا د 12 رَبِيْعُ الْاَوَّل مُقَدَّسه نوراني شپه را نصيب كړه. نن شپه ډيره اَهَمَّه شپه ده. دا شپه ډيره عَظِيمُ الشَّانه شپه ده. دا شپه د ډيرو فضائلو بركاتو نه ډكه مُقَدَّسه شپه ده. *دا هٰغه عظيمُ الشّانه شپه ده، کومه چې د ټولو جهانونو د ټولو نه لوئے شان و شوكت والا هستئ سَيِّدُ الانبياء، تاجدارِ انبياء  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  سره نسبت لري. * دا هٰغه عظيمُ الشّانه شپه ده،چې په دې شپه  د حضرت آمنه   رَضِیَ الله عَنْها   په كور مبارك كښې داسې نُور اوپړقيدلو چې ټول عالَم ئې روښانه كړو * دا هٰغه عظيمُ الشّانه شپه ده، كومه چې د شَبِ قدر نه هم افضله ده. (ماثبت بالسنۃ، ص۱۵۳) * دا هٰغه عظيمُ الشّانه شپه ده، چې په دی شپه هر طرف ته خوشحالئ خوشحالئ وي * دا هٰغه عظيمُ الشّانه شپه ده چې په دی شپه هر طرف ته د خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  د راضي كولو كوششونه جاري وي * دا هٰغه عظيمُ الشّانه شپه ده، په کومه شپه چې  هر طرف ته نُور خور شو * دا هٰغه عظيمُ الشّانه شپه ده، په کومه شپه چې د كفر و شِرك ټولې تِيارے ختمې شوے * دا هٰغه عظيمُ الشّانه شپه ده، په کومه کښې چې الله پاك په مُومِنانو باندې لوئ احسان اوفرمائيلو * دا هٰغه عظيمُ الشّانه شپه ده، په کومه  شپه چې شيطان د خپلو ملګرو سره رُسوا شو * دا هٰغه عظيمُ الشّانه شپه ده، چې په دې شپه د اسمان ستوري هم زمكې طرف ته راښكته شو * دا هٰغه عظيمُ الشّانه شپه ده، کومه چې د ټولو شپو سرداره ده * دا هٰغه عظيمُ الشّانه شپه ده، چې په دې شپه د حضرت آمنه  رَضِیَ الله عَنْها  د كور نه داسې نور اوپړقيدلو چې مشرق او مغرب ئې روښانه کړل * دا هٰغه عظيمُ الشّانه شپه ده، چې په دې شپه د فرښتو سردار حضرت جبرئيلِ اَمِين  عَلَيْهِ السَّلام  په مشرق، مغرب او خانۀ كعبه باندې جهنډے  اُولګولې .  (خَصائصِ کبریٰ ،۱/۸۲ ملخصاً) * دا هٰغه عظيمُ الشّانه شپه ده، چې په دې شپه كښې د خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په تشريف راوړلو باندې د ايران بادشاه كِسرٰى