Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi
په محل كښې زلزله راغله او د هغه د محل ديوالونه اوچاودل * دا هٰغه عظيمُ الشّانه شپه ده،چې په دې شپه د اِيران د زرګاؤ کلونو نه بله آتش كده پخپله مړه شوه * دا هٰغه عظيمُ الشّانه شپه ده، چې په دې شپه د الله په حكم د اسمان او جنت دروازے بيرته كيږي * دا هٰغه عظيمُ الشّانه شپه ده، چې په دې شپه د اسمان نه د نُور باران را وريږي * دا هٰغه عظيمُ الشّانه شپه ده، چې په دې شپه فرښتو هم د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په پيدا كيدلو باندې خوشحالئ مناو كړي دي.* دا هٰغه عظيمُ الشّانه شپه ده، په کومه شپه چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته د تشريف راوړلو په وجه د كفر و شرك ټولې تيارے ختمې شوے.
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اوس مونږه واوريدل چې د نن دا شپه هٰغه عظيمُ الشّانه شپه ده، چې په دې كښې نوراني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نُور خيرات تقسيمولو او جهان د خپل نور په رنړا باندې پړقولو د پاره دې كائنات ته تشريف راوړو. راځئ چې د بيان شروع كيدلو نه مخكښې د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ له طرفه عطا کړو شوو نعرو سره د دې نوراني شپے استقبال اوكړو. كه ممكن وي نو مدني جهنډے هُم ښے اوپړقوئ او په مينه و محبت سره د مرحبا يا مصطفٰى نعرے اولګوئ.
د سرکار آمد مرحبا د نامدار آمد مرحبا د نُور آمد مرحبا
د سردار آمد مرحبا د ښکلي آمد مرحبا د مکّی آمد مرحبا
د مُختار آمد مرحبا د مدني جانان آمد مرحبا د مدنی آمد مرحبا
د صادِق آمد مرحبا د يٰسٓ آمد مرحبا د رحیم مرحبا
د مُزَّمِّل آمد مرحبا د مُدَّثِّر آمد مرحبا د طٰہٰ آمد مرحبا
مرحبا یا مصطفی مرحبا یا مصطفی مرحبا یا مصطفی
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو!نن زمونږ د بيان موضوع ده: مُعجزه جوړ شوے راغلو زمونږه نبي( صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ). په دې كښې به مونږه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم