Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi

مختلفې  معجزے  اورو. يقيناً په دې كښې شك نشته چې نبـې آخِرُ الزَّمان، سرورِ ذِيشان  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  د ټولو انبياؤ هم نبـي دے. او د خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  سِىرتِ مبارَكه د ټولو انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام د ژوند خُلاصه ده. خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په عالَمِ كائنات كښې د اَوَّلينو آخِرينو ټولو قومونو نبـي دے. په دې وجه الله پاك خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  د تيرو ټولو انبيائے کرامو عَلَيْهِمُ السَّلام ټولو معجزو مجموعه جوړ كړے دے او خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  ته ئې قِسما قِسم داسې بيشميره معجزے وركړي دي، كومې چې د هرې طبقے، هرې ډلې، هر قوم او ټولو مذاهبو د طبيعت د پاره ضروري وې . (سیرتِ مُصْطَفٰے، ص۷۱۲ تا۷۱۴،ملخصًا و ملتقطاً )

     د دې نه علاوه الله پاك خپل آخري نبـي، مُحَمَّدِ عَرَبي  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  ته داسې بيشميره معجزے  هم ورعطا كړي دي كومو ته چې د خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  خصائص وئيلے كيږي. يعنې دا هغه كمالات او مُعجِزات دي كومې چې بل  نبـي او رسُول ته نه دي عطا كړے شوي. (سیرتِ مُصْطَفٰے، ص٨٢٠،ملخصًا ) عُلمائے كرامو د خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  د مُقَدَّس بدن نه ظاهر شوي ډيرې معجزے  بيان كړي دي. نورو انبياؤ عَلَيْهِمُ السَّلام به معجزے راوړلې  او زمونږ خوږ نبـي  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  پخپله معجزه جوړ شوے تشريف راوړے دے.

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  معجزے بيشميره دي، الله پاك په خپله عطا سره خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  ته داسې زبردست اختيار او قُوَّت ورعطا كړے دے چې د هغې اندازه  څوك نه شي لګولے. * د الله پاك په عطا سره خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  د ګوتو په اشاره باندې سپوږمئ دوه ټوټے كړه، * د الله پاك په عطا سره خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  پريوتے لمَر را واپس كړو، * د الله پاك په عطا سره خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په اوبو كښې په كانړي لامبو اووهله، * د الله پاك په