Book Name:Mojza Ban Kay Aaya Hamara Nabi

    اے عاشِقانِ رسول! د آمدِ مُصطفٰى  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  خوشحالي مناوهل يعنې ميلاد شريف مناوهل حكمِ قرآني دے او د نبـي كريم  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  د خوشحالئ سبب دے. يقيناً ميلاد مناوهل، د ميلاد په مياشت كښې په خپلو كورونو، كوڅو او محلو كښې مدني جهنډے لګول، قسما قسم رنګا رنګ لائټونه لګول، خپلو ګاډو باندې وړې مدني جهنډے لګول ښكلے او ښائسته عمل دے. د دې مباركې مياشتې په راتلو باندې خاص طور د ګناهونو نه توبه كولو او په سُنَّتو او نيكو باندې اِستِقامت حاصلولو د پاره د عظيمې مدني نُسخے يعنې ”نيك اعمال“ مطابق د ژوند تيرولو پخه اراده كول، كلي كلي، علاقه علاقه کښې د ”مَرحبا يا مُصطَفٰى“ نعرے لګول، اسلامي ورونړو سره په مدني قافله كښې سفر كول، د ميلاد شريف په اجتماع كښې او د ميلاد شريف په جلوس كښې د مكتبةُ المَدينه رسالے تقسيمول او د نيكئ دعوت عام كول، د 12 رَبِيْعُ الْاَوَّل پورې د علاقے په مختلفو جماتونو كښې د جَشنِ وِلادت عظيمُ الشَّان سُنَّتو ډك اجتماعات منعقد كول، د رَبِيْعُ الْاَوَّل هفته وارو اجتماعاتو او مدني مذاكرو كښې د مدني جهنډو سره د اوَّل نه تر آخره پورې شركت كول، د دولسمې شپے د تعظيم په نِيَّت غُسل كول، نوي جامے اغوستل، د خپل روزمره استعمال نوي څيزونه اخستل، د خَاتَمُ الْمُرسَلِیْن،رَحْمَۃٌ لِّلْعَالَمِیْن،شَفِیْعُ الْمُذْنِبِیْن، اَنِیْسُ الْغَرِیْبِیْن، سِرَاجُ السَّالِکِیْن، مَحْبُوبِ رَبِّ الْعَالَمِیْن،جنابِ صَادِقُ و امین  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په سُنَّتو باندې د عمل كولو په نِيَّت د ولادت په ورځ (يعنې په 12 رَبِيْعُ الْاَوَّل) روژه نيول، دولسمه شپه په اجتماعِ ميلاد كښې تيرول، د سحر راختلو په وخت کښې مدني جهنډے په لاسو كښې نيولو سره او دُرُود و سلام لوستلو سره د ”سحر د سپرلي“ استقبال كول، د سحر لمَانځه نه پس يو بل سره سلام او مباركي كول، په اجتماعِ ميلاد  او جلوسِ ميلاد كښې د عاشقانِ رسول د پاره د لنګر اهتمام كول او ډير ډير صدقات و خيرات كول د